د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند د تازې رباط سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند رسنیو ته ویلي، چې پېښه د ټېلر او بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې یو کس مړ شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي. د مالوماتو له مخې ټپیان د پېښې له ځایه په بېړني ډول د شاجوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. د زابل ولایت ځایي چارواکو د دې پېښې د لامل په تړاو څه ونه ویل؛ خو له دې وړاندې مسوولینو دې ته د ورته پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.