د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، د روانې جون میاشتې له دویمې تر اتمې نېټې پورې ۷۲ زره ۵۲۲ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه سازمان وايي، په همدې موده کې بیا نږدې ۵۰ زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي هم دي. د کډوالۍ نړېوال سازمان پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د روانې جون میاشتې له دویمې څخه تر اتمې نیټې پورې له پاکستان او ایران څخه ۷۲۵۲۲ افغانان راستانه شوي دي. همدارنګه د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، چې په همدې موده کې ۴۰۹۲۹ تنه افغانان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري له تېر کال راهیسې په دوامداره توګه په زور افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل کیږي.