د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال له لوري د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې سېلاب ځپلو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې. د دغه ښارګوټي د پرانیستلو پر مهال اقتصادي مرستیال وویل، چې دغه ښارګوټی د سرپرست حکومت له لوري جوړېږي، چې ۲۰۰ کورونه لري او په کې به زر کورنۍ ځای پرځای شي. نوموړي دغه راز له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي. ورته مهال یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ د سرپرست حکومت د دغه اقدام څخه ستاینه کوي او وایي، چې د یاد ښارګوټي په جوړولو سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي. دوی همدانګه د خپلو ستونزو د حل لپاره د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.