افغانستان د اوږدو جګړو له سخت پړاو وروسته د اقتصادي ودې او پانګونې یوه نوې دوره تجربه کوي. د امنیتي وضعیت ښه کېدو، د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو او د هېواد د پراخو طبیعي سرچینو له امله، اوس داسې فرصت رامنځته شوی چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو لویو پانګونو لپاره په یوه مهم بازار بدل شي.
د افغانستان د اقتصادي راتلونکې لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د امنیت له رامنځته شوي فرصت څخه په اغېزناکه توګه اقتصادي استفاده وشي. امنیت هغه وخت خپل بشپړ ارزښت څرګندوي چې ورسره پانګونه، تولید، کارموندنه او اقتصادي وده هم مل وي. د هېواد اوسنی وضعیت، د تېرو کلونو په پرتله، پانګوالو ته د فعالیت لپاره د یوه نسبتاً باثباته چاپېریال زمینه برابروي او دا فرصت باید په جدي اقتصادي پروژو بدل شي.
په دې لړ کې د سعودي عربستان د «دلتا انرژي» شرکت او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ وروستي تړونونه د پام وړ پرمختګ دی. د دغو هوکړو له مخې، په هرات کې د کشک او تیرپل په پراخه ساحه کې د هایدروکاربنونو د اکتشاف او ارزونې ترڅنګ، د طبیعي ګاز د استعمال او د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا په اړه هم مطالعات ترسره کېږي.
د دې تړونونو یوه مهمه برخه د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره احتمالي ګاز نللیکې د طرحې ارزونه ده چې د «سنتګاز؛ د هوساینې دهلیز» په نوم یاده شوې ده. که دغه پروژه له تخنیکي او اقتصادي پلوه د عملي کېدو وړ وبلل شي، کولای شي د افغانستان د انرژۍ سرچینې له کورنیو او سیمهییزو بازارونو سره ونښلوي او د هېواد د سیمهییز اتصال په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د دغو تړونونو ارزښت یوازې په احتمالي پانګونې کې نه دی. مهم پیغام یې دا دی چې نړیوال شرکتونه د افغانستان د انرژۍ او طبیعي سرچینو بازار ته د بیا کتنې په حال کې دي. دا د پانګوالو د باور د رامنځته کېدو لپاره یو مثبت پرمختګ دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ، هم افغانستان د لویو نړیوالو پانګونو لپاره د چمتو کېدو په حال کې بللی او د سعودي شرکت له خوا د شوې هوکړې هرکلی یې کړی دی. د نوموړي په باور، افغانستان له پراخو طبیعي سرچینو سربېره داسې جغرافیایي موقعیت لري چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ په برخه کې مهم رول لوبولای شي.
په حقیقت کې، د افغانستان د پانګونې فرصتونه یوازې د نفت او ګاز تر سکتور پورې محدود نه دي. د هېواد کانونه، کرنه، انرژي، ترانزیټ، صنعت، ساختماني چارې، مخابرات، لوژستیک او خدمات ټول هغه برخې دي چې د لویې پانګونې پراخ ظرفیت لري.
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم او نورو معدني سرچینو له پلوه د پام وړ ظرفیت لري. که دغه سرچینې په مسلکي، شفاف او اقتصادي ډول استخراج او پروسس شي، هېواد کولای شي نه یوازې د صادراتو عواید زیات کړي، بلکې د کانونو ترڅنګ د پروسس او تولید نوي صنعتونه هم رامنځته کړي.
کرنه هم د افغانستان د اقتصادي ودې یوه مهمه سرچینه ده. د مېوو، وچې مېوې، زعفرانو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید ظرفیت شته؛ خو د سړو خونو، معیاري بستهبندۍ، پروسس، اوبو لګولو او صادراتي زیربناوو په برخه کې پانګونه کولای شي د دې سکتور ارزښت څو برابره لوړ کړي.
د انرژۍ په برخه کې هم افغانستان د پام وړ فرصتونه لري. د اوبو، لمر او باد له سرچینو څخه د برېښنا تولید، د صنعتي پارکونو پراختیا او د انرژۍ اړوند زیربناوې کولای شي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د اوږدمهاله فعالیت زمینه برابره کړي.
له دې ټولو سره، د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي امتیاز د سیمې په زړه کې د دغه هېواد جغرافیایي موقعیت دی. افغانستان د مرکزي اسیا له انرژۍ او سرچینو څخه د جنوبي اسیا تر لویو بازارونو پورې د اتصال طبیعي مسیر دی. که د ترانزیټ، رېل پټلۍ، سړکونو، انرژۍ او لوژستیک په برخو کې پانګونه پراخه شي، افغانستان کولای شي د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په یوه مهم مرکز بدل شي.
د دې فرصتونو د عملي کولو لپاره البته یوازې امنیت بسنه نه کوي. د پانګوالو باور د دوام لپاره روښانه قوانین، د قراردادونو د تطبیق ډاډ، د اداري پروسو ساده کول، د فساد مخنیوی، مناسبې مالیاتي او ګمرکي اسانتیاوې او د پانګونې د خوندیتوب ضمانتونه هم اړین دي.
په دې برخه کې کورنۍ پانګونه هم ځانګړی اهمیت لري. افغان سوداګر او پانګوال د هېواد له بازار او اړتیاوو سره بلد دي او کولای شي د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي. د کورنۍ پانګونې پراختیا به د تولید، کارموندنې او عوایدو د زیاتېدو ترڅنګ د بهرنیو پانګوالو لپاره هم د باور ښه زمینه برابره کړي.
بهرنۍ پانګونه بیا کولای شي له ځان سره نوې ټکنالوژي، نړیواله تجربه، مالي سرچینې او نړیوال بازارونه راوړي. د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ګډ حرکت کولای شي د افغانستان اقتصاد له یوه وارداتي او مصرفي جوړښت څخه د تولید، صادراتو او سیمهییز اقتصادي اتصال پر لور بوځي.
افغانستان نن د خپل اقتصادي راتلونکي لپاره مهم فرصت لري. د امنیت ټینګښت، طبیعي سرچینې، ځوان کاري ځواک، پراخ بازار او ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت هغه عناصر دي چې که په سمه توګه سره یوځای شي، د هېواد د اقتصادي بدلون لپاره قوي بنسټ جوړولای شي.
د سعودي «دلتا انرژي» وروستي تړونونه باید د همدې پراخ اقتصادي فرصت یوه برخه وبلل شي. د دې ډول پروژو بریالیتوب به نه یوازې په یوه سکتور کې پانګونه زیاته کړي، بلکې نورو نړیوالو او کورنیو شرکتونو ته به هم دا پیغام ورکړي چې افغانستان د اقتصادي فعالیت لپاره د پام وړ فرصتونه لري.
افغانستان له جګړې وروسته د اقتصادي ودې، کار او تولید اړتیا لري. د هېواد د طبیعي سرچینو استخراج، د صنعت پراختیا، د کرنې عصري کول، د انرژۍ تولید او د سیمهییز اتصال پیاوړتیا کولای شي د میلیونونو افغانانو لپاره د کار او عاید زمینه برابره کړي.
اوسنی امنیتي ثبات د افغانستان لپاره یوازې یو امنیتي فرصت نه، بلکې یو اقتصادي فرصت هم دی. که دغه فرصت له سالمو اقتصادي سیاستونو، د پانګوالو له باور او د شفافې ادارې له رامنځته کېدو سره مل شي، افغانستان کولای شي د پانګونې په سیمهییزه سیالۍ کې خپل مناسب ځای پیدا کړي.
د افغانستان لپاره اوس د دې وخت دی چې د خپل اقتصادي ظرفیت پر مټ د نړۍ له پانګوالو سره د مرستې پر ځای د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي مشارکت ژبه وغږوي. د هېواد طبیعي سرچینې، ستراتیژیک موقعیت او اوسنی امنیتي وضعیت د دې لپاره زمینه برابروي چې افغانستان د اقتصادي ودې یوه نوې او هیلهبښونکې مرحله پیل کړي.































