د پاکستان په تازه بریدونو کې په کونړ کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي، یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ، شهیدان شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. یوناما د دغو ملکي تلفاتو پخلی کړی دی.
د پاکستان له لوري پر افغان خاوره دا لومړی ځل نه دی چې هوايي بریدونه کېږي او ملکي وګړي پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. یوازې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې یوناما د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله د لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړی و؛ ښځې او ماشومان هم په قربانیانو کې شامل وو.
تر دې وړاندې د جون په ۲۸مه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې، د یوناما په وینا، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي وو. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
دا ارقام یوازې شمېرې نه دي. د هر یوه تر شا یوه کورنۍ ده؛ یو پلار، مور، زوی، لور یا ماشوم دی چې نور به د خپلې کورنۍ تر منځ نه وي. هغه کورنۍ چې د جګړې له امله خپل عزیز له لاسه ورکوي، د برید کوونکي لوري امنیتي توجیهات ورته د خپل عزیز تشه نه شي ډکولای.
پاکستان معمولاً ادعا کوي چې هوايي بریدونه یې د وسلهوالو ډلو پر مرکزونو ترسره کړي دي. خو د ملګرو ملتونو له لوري د ملکي وګړو د وژل کېدو تایید دا پوښتنه جدي کوي چې د دغو عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو د ساتنې لپاره لازم احتیاطونه تر کومه حده رعایت شوي دي.
د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ساتنه یو اساسي اصل دی. یوناما په وار وار له ښکېلو لورو غوښتي چې د توپیر، تناسب او احتیاط اصول رعایت کړي، څو ملکي وګړي له زیان څخه خوندي پاتې شي.
افغان ولس له نړۍ څخه د امتیاز غوښتنه نه کوي؛ یوازې غواړي چې ژوند یې خوندي وي. دا ولس له څو لسیزو جګړو وروسته لا هم د جګړې له سیوري سره مخ دی. که د پاکستان امنیتي اندېښنې وي، د هغو د حل لپاره سیاسي، امنیتي او دیپلوماتیکې لارې شته؛ خو د یوه هېواد د امنیتي ستونزو د حل په نوم د بل هېواد پر خاوره داسې پوځي عملیات چې ملکي کورنۍ پکې قرباني شي، د منلو وړ وضعیت نه شي بلل کېدای.
پاکستان باید درک کړي چې د افغانستان د خلکو پر کورونو بمونه غورځول د ستونزو حل نه دی. که د اسلاماباد او کابل تر منځ امنیتي اختلافات وي، باید د خبرو، مستقیمو تماسونو او موجودو دیپلوماتیکو لارو حل شي. د زور کارول، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ښځې او ماشومان پکې قرباني کېږي، د ستونزې د لا ژورېدو خطر زیاتوي.
نړیواله ټولنه هم باید یوازې د هر برید له وروسته په «اندېښنه» او «خواشینۍ» بسنه ونه کړي. که د ملکي وګړو د ژوند ساتنه د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو څخه ده، نو د دې اصولو د عملي کېدو لپاره باید جدي او اغېزمن اقدامات هم وشي.
ملګري ملتونه، د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د سیمې اغېزناک هېوادونه باید د افغان ملکي وګړو د پرلهپسې قرباني کېدو په اړه خپل غږ لا پیاوړی کړي. باید له پاکستان څخه په څرګندو ټکو وغوښتل شي چې د افغانستان پر خاوره د داسې بریدونو مخه ونیسي چې د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي او د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د لا زیاتې کرکې او بېباورۍ سبب کېږي.
د افغانانو وینه باید بې ارزښته ونه ګڼل شي. هغه ښځه چې په کونړ کې شهیده شوه، هغه نجلۍ چې د خپل ژوند له دوام څخه محرومه شوه او هغه نارینه چې له خپلې کورنۍ څخه واخیستل شو، د کومې جګړهییزې ستراتیژۍ شمېرې نه دي؛ هغوی انسانان وو او د ژوند، کورنۍ او راتلونکي حق یې درلود.
موږ د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، په ځانګړي ډول د ملکي افغانانو د شهادت له امله، په کلکو ټکو غندو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان ملکي وګړو د وینې د تویېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. د افغان ملکي وګړو وینه باید نوره تویې نه شي؛ نړیواله ټولنه باید د دې وینې د درولو لپاره عملي اقدام وکړي.































