جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه

Year: 2022

شي جين پينګ د پرمختيايي هېوادونو د علومو اکاډمۍ ۱۶مې علمي غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۱مې نېټې د پرمختيايي هېوادونو د علومو اکاډمۍ ۱۶مې علمي غونډې او د دغې اکاډمۍ د اکاډميشانو ۳۰مې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.  نوموړي د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې چين د بنسټيزو علومو پرمختګ ته په خورا درنه سترګه ګوري او نيت لري، چې له مختلفو مخ پر ودې هېوادونو سره يو ځای د نړيوالو علمي ټولنو ترمنځ ورخلاصون، متقابل باور او همکارۍ پراخې کړي، د مختلفو هېوادونو خلکو ته د علمي سمسورتيا ګټې ورسوي او د نړيوال پرمختګ وړانديز د پرمخبیولو، تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملګرو ملتونو د دوام لرونکې پرمختيايي ايجنډا د پلې کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار خدمتونه وکړي.

Page 46 of 445 1 45 46 47 445