سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

جون 10, 2026
in دریځ
0 0

په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په نړیوالو غونډو او ډیپلوماتیکو محفلونو کې د سولې، ثبات او خبرو اترو شعارونه ورکوي، د هغه د حکومت او پوځ کړنې بیا له دغو څرګندونو سره په بشپړ ډول په ټکر کې ښکاري. نوموړي په دې وروستیو کې د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو د ښکېلو لورو څخه د زغم، خویشتن‌دارۍ او سولې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید د جګړې پر ځای ډیپلوماسي ته فرصت ورکړل شي. خو همدغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه ترسره کوي او د ښځو، ماشومانو او بې‌ګناه خلکو ژوند اخلي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یې هوايي بریدونه کړي دي. نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي ، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری پکې شهیدان شوي دي. د هغه په وینا، ۱۴ تنه نور چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. مجاهد دغه بریدونه بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

د افغانستان په یادو  ولایتونو کې وروستیو هوايي بریدونو یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړې چې څنګه یو حکومت له یوې خوا د نړۍ په کچه د سولې او بشري ارزښتونو خبرې کوي او له بلې خوا د خپل ګاونډي هېواد پر ملکي وګړو بمونه غورځوي؟ دا تضاد یوازې د سیاست یوه عادي بېلګه نه ده، بلکې د نړیوالو معیارونو له مخې د دوه‌مخیتوب او ریاکارۍ څرګند مثال ګڼل کېږي.

شنونکي باور لري چې اسلام‌آباد تل هڅه کړې په نړیواله کچه ځان د سولې او ثبات ملاتړی وښيي، خو د افغانستان په اړه یې سیاست له کلونو راهیسې له پوځي فشار، مداخلې او امنیتي محاسبو څخه اغېزمن پاتې شوی دی. د همدې سیاست له امله د پاکستان حکومت په نړیوالو غونډو کې د سولې خبرې کوي، خو په عمل کې بیا هغه اقدامات ترسره کوي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب ګرځي.

د ښځو او ماشومانو وژل کېدل په هر ډول جګړه او شخړه کې تر ټولو دردناک او د غندنې وړ عمل ګڼل کېږي. کله چې د سولې داعیان د همدې قربانیانو د مرګ سبب وګرځي، نو د هغوی اخلاقي اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي. منتقدین وایي، شهباز شریف نشي کولای په منځني ختیځ کې د سولې غوښتنه وکړي او په عین وخت کې د افغانستان د ملکي وګړو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له سیوري ځان جلا وښيي.

همدا علت دی چې د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې د ډېرو سیاسي څارونکو له خوا د ریاکارانه سیاست یوه بېلګه بلل کېږي. د هغوی په باور، سوله هغه وخت معنا پیدا کوي چې د هېوادونو مشران په خپلو ټولو سیاستونو کې یو شان اصول مراعات کړي، نه دا چې په یوه سیمه کې د سولې بیرغ پورته کړي او په بله سیمه کې د جګړې اور بل وساتي.

نن د شهباز شریف حکومت له یوې جدي اخلاقي او سیاسي پوښتنې سره مخ دی: آیا د سولې غوښتنه یوازې د نړیوالو د خوښولو لپاره یو ډیپلوماتیک شعار دی، که رښتیا هم د پاکستان د سیاست یوه برخه ده؟ تر هغه وخته چې د افغانستان پر ملکي وګړو بریدونه دوام ولري، د سولې په اړه هره وینا به د ډېرو خلکو په نظر یوازې یوه تشه ادعا او د منافقت څرګند مثال وي.

له همدې امله د پاکستان صدراعظم د نړیوالو په سترګو کې له یوه داسې سیاستوال سره ورته کېږي چې د سولې خبرې یې له کړنو سره سمون نه لري؛ یو تصویر چې د نړیوال اعتبار، اخلاقي مشروعیت او ریښتینې ډیپلوماسۍ لپاره جدي زیان بلل کېږي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In