د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي. په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ګرانډي په خپل سفر کې د کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواري او له پاکستانه د مالي ملاتړ په اړه ټینګار کړی. هغه ویلي، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو چاره درول شوې او یو این اېچ سي ار له اسلام اباده غوښتي چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوي. ګرانډي هیله څرګنده کړې، چې د روان کال په پای کې به له ځینو هېوادونو، بنسټونو او نورو برخو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په چاره کې خبرې اترې وکړي. ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا د درې مېلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.