په نيپال کې د ځمکې ښویېدو له امله دوه بس موټر سیند ته غورځېدلي او په کې سپاره څه باندې ۶۰ کسان تري تم شوي دي. د نیپال لومړي وزیر پر پېښه خواشیني ښودلې او د ورکو شویو کسانو، چې ښایي ټول مړه شوي وي، د جسدونو د موندلو امر ورکړی. دغه هېواد کې په دې وروستیو کې د سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدلو پېښې زیاتې شوې دي.