د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د امنیتي ادارو مسوولان استجواب کړي وو. د بهرنیو اړیکو کمیسیون وایي په دې ناسته کې، چې د بهرنیو چارو وزارت استازو هم حضور درلود د امنیتي موادو د یو جانبه تطبیق، د بهرنیانو هوایي عملیات او داسې نور موارد مطرح شول. په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکي بحث ته به امریکایان هم ورغواړي. د ولسي جرګې غړي ادعا کوي چې له امریکا سره شته امنیتي تړون یوازې او یوازې د امریکا په ګټه تمام شوی دی او افغانستان ته یې هېڅ راز ګټه نه ده کړې. له همدې امله یې پرېکړه کړې چې پر دغه تړون له سره کتنه وشي. د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون وایي، که څه هم تر یوه حده د امنیتي مسوولانو څرګندونو د دوی قناعت حاصل کړ، خو پرېکړه شوې، چې په راتلونکو ورځو کې پر امنیتي مسوولانو او اړوندو چارواکو سربیره د امریکا د سفارت چارواکي هم را وغواړي.