د روسیې دفاع وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې یې یو بل کلی نیولی دی. د روسیې پوځ پرون په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دونېڅک په لوېدیځ کې د موکري یالي سیند پر غاړه اروژایني کلی یې نیولی دی. دا په اوکراین کې د روسيې د پوځ د پرمختګ تازه مورد دی. د مالوماتو له مخې دا کلی د نژدې ۱۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د جګړې په لومړۍ کرښه کې، چېرته چې اوکرایني ځواکونه د روسیې د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي پروت دی. اوکراین د روسیې د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.