د هسپانیا فوټبال ملي لوبډلې د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پای لوبه کې انګلستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه. دا لوبه چې د برلین د المپیک په لوبغالي کې ترسره شوه،هسپانیا لوبډلې د خپلو ځوانو لوبغاړو لامین یامال او نیکو ویلیامز په شان د غوره نندارې په وړاندې کولو سره بریا خپله کړه او د څلورم ځل لپاره یې دغه اتلولي وګټله. د لوبې د دویمې نیمايي په ۴۷مه دقیقه کې د هسپانیې د لامین یامال په پاس نیکو ویلیامز انګلستان ته لومړۍ ګول ورکړ؛ خو انګلستان پالمر لوبغاړي په ۷۳ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه. د لوبې په ۸۷ دقیقه کې اسپانیوي لوبغاړي اویارزابال دویم ګول وواهه او لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.