سعودي عربستان د حرمین شریفین ترمنځ د زیارتکوونکو د تګ راتګ په موخه تر ټولو چټک اورګاډی پرانیست. د سعودي عربستان حکومت ویلي چې دغه اورګاډی په تېرو څلورو کلونو کې جوړ شوی دی چې د مکې مکرمې او مدینې منورې ترمنځ به د حاجیانو او زیارتکوونکو د تګ راتګ ستونزې حل کړي. دغه اورګاډی په ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره سرعت لري او د څو فازونو په مرسته په ساعت کې ۲۰ زره مسافر وړلی شي. د سعودي حکومت ویلي چې دمګړی به دغه رېل په ورځ کې اته ځله تګ راتګ کوي خو ددې کال تر وروستیو به یې ظرفیت ۱۲ ځله تګ راتګ ته لوړ شي. د مکې مکرمې او مدینې منورې زیارت ته هر کال میلیونونه مسلمانان ورځي چې ډېر کله هلته له ترانسپورتي ستونزو سره مخ وي. د سعودي حکومت ویلي په دې سره لویه برخه ستونزې راکمې شوې دي.