د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې سبا د ۲۰۲۴ کال د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي. د مالوماتو له مخېپهدې المپیک کې به شاوخوا ۱۰ زره پنځه سوه لوبغاړي د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي ترسره کړي. په دې لوبو کې شپږ لوبغاړي د افغانستان دي، چې درې یې نجونې دي. سرپرست حکومت ویلي دي چې، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون د دوی د حکومت استازیتوب نهکوي. د پاریس په المپیک کې به دوه دېرش ډوله سیالۍ د اګست میاشتې تر ۱۱مې نېټې ترسره شي. دا درېیم ځل دی چې پاریس د اوړي د المپیک د نړیوالو لوبو کوربه کیږي.