د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تورن کړی، چې د هېواد او پوځ پر ضد کمپاین کوي. شهباز شریف دا څرګندونې پرون د کابینې په غونډه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې دا په هیڅ ډول د زغملو نه ده. دغه راز دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په یوه خبرې غونډه کې د دوی پرضد کمپاین ته د ډیجیټل ترورېزم نوم ورکړ او ویې ویل چې دا کسان د ترهګرو په څېر پوځ په نښه کوي. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندانه په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې، د پاکستان نوي فیصده خلک د دوی له ګوند سره دي او دغو ټولو ته د ډیجیټل ترهګرو نوم ورکول د پوځ او عامو خلکو ترمنځ واټن زیاتوي او د کرکي د خپرېدو سبب کېږي.