دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د مسکو د غونډې لومړۍ ورځ

فبروري 6, 2019
in دریځ
0 0

 

په مسکو کې پرون افغان سیاستوال او د سیاسي ګوندونو استازي له طالب  استازو سره مخامخ جرګه شول. په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، شیرمحمد عباس ستانکزي، یونس قانوني، محمد محقق، عطامحمد نور او نورو سیاستوالو خبرې وکړې. د غونډې لومړۍ ورځ او ویناوې تر ډېره مثبتې وې. پخواني ولسمشر حامد کرزي په زړه پورې خبرې وکړې او ښکېل لوري یې سولې ته را وبلل. د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم و. د نورو ویناوالو ویناوې هم نرمې او له مثبتو پیغامونو ډکې وي.

موږ باید تمه ونه لرو چې هېڅ ستونزه دې نه وي او په لومړۍ ورځ دې هر څه سم وي. د طالبانو په دریځ کې نرموالی و، ډېر مثبت پیغامونه یې ورکړل، ډېر ګونګ مسایل یې روښانه کړل، خو بیا هم ستونزې شته. که څوک دا تمه کوي چې طالبان دې هر څه ومني او په لومړۍ ورځ دې یې دریځ یو سلو اتیا درجې بدل شي، دا ناشونې ده او هېڅکله به هم ونه شي. همداسې د طالبانو د سرسختو مخالفینو په ویناوو کې هم نرموالی و، طالبانو ته یې د پخوا خلاف نرم او له درناوي ډک کلمات وکارول او جوړجاړي ته یې له خپله اړخه شنه څراغونه ورکړل. د دوی په خبرو کې هم داسې خبرې وې چې باید بدلې شي او مثبت بدلون پکې راشي.

مهمه دا ده چې لومړۍ ورځ ښه پیل شوه او له هره اړخه مثبت پیغامونه ورکړل شول. پرون ښکاره شوه چې بدلونونه پیل شوي، ښکېل لوري غواړي جوړجاړی وکړي او له خپله اړخه ځینو قربانیو ته هم تیار دي. دا یو ستر پرمختګ دی، دا ستر مخالفین چې د وسلې په ژبه یې خبرې کړې دي، سره مخ شول. دوی به خبرې وکړي، بحثونه به وکړي، نظریات به تبادله کړي، پر ځینو مسایلو به توافق وکړي، مشترک ټکي به را  پیدا شي. دغه راز د مخالفت ټکي او بحثونه به هم روښانه شي او وروسته به پرې د جوړجاړي لپاره لا زیات فکر او کار وشي.

ښکېلو لورو پرون ځینې داسې مسایل مطرح کړل چې د طالبانو، جمعیت، وحدت، یا بل سیاسي ګوند او ډلې نظریات وو، خو ډېر داسې مسایل هم یاد او مطرح شول چې خلکو یې غوښتنه کوله او یا هم خلکو یې په اړه اندېښنې لري. ځینې مسایل طالبانو خپله واضح کړل او ځینې داسې وو چې نورو ویناوالو یې په اړه واضحې خبرې وکړې. د بنسټونو او نظام پایښت، پر ملي ګټو او سترو ارزښتونو نه معامله، د هېواد خپلواکي او داسې نور مسایل وو چې په روښانه ټکو کې مطرح شول.

په ټوله کې د غونډې لومړۍ ورځ مثبته وه او خلکو ته یې هیلې پیدا کړې دي چې دا ډول غونډې به سولې ته د رسېدو لاره اسانه کړي. په لومړۍ ورځ ویناوې په ژوندۍ بڼه خپرېدلې، نو ځکه به ځینو مسایلو پر ویناوو اغېز درلود، خو هغه څه چې په دویمه ورځ ویل کېږي او یا هم په رسنیو کې نه خپرېږي، هغه به د سولې او جوړجاړي چانس لا زیات کړي. د افغانستان خلک تمه لري چې دا او نورې وروستۍ هڅې به یې له جګړې خلاص کړي او سولې ته به یې ورسوي.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In