د کرکټ بورډ ادارې خبر ورکړی، چې په سپټمبر مياشت کې به افغان لوبډله د نيوزيلنډ کرکټ ملي لوبډلې د یوازینۍ ټېسټ لوبې کوربه وي. د مالوماتو له مخې دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوازینۍ ټیسټ لوبه وي، چې ترسره کیږي. کرکټ بورډ وایي، دا لوبه د سپټمبر مياشتي په ۹ نېټه پیلېږي، چې تر ۱۳مې به دوام وکړي. د خبر له مخې افغانستان به د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې د نیوزیلنډ کوربه توب وکړي. د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.