د (متحده ایالات؛ سیاست او حکومت) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال محمد امجد دی چې پښتو ژباړه یې جمیل وقار کړې ده.
د مډرن نظامونو او دولتونو په منځ کې د امریکا متحده ایالاتونو نظام د نمونې په ډول یادېږي. دا هېواد چې په وروستیو پېړیو کې راپورته او په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې رامطرح شو، ډېر ژر یې پر نړۍ د حاکمیت سیوری وغوړاوه.
که څه هم د البیروني او ځینو نورو عالمانو له لوري د ځانګړو فورمولونو په واسطه، د ځمکې په کره کې د یوې بلې وچې وړادوینه لا وختي شوې وه، خو د امریکا لویه وچه په ۱۹۲۴ ز کال کې د یوه اسپانوي ګرځندوی لخوا کشف شوه.
له هماغو کلونو را وروسته ډېر انګرېزان، اسپانویان، هالنډيان او ناروېژان نوې کشف شوې ځمکې ته وکوچېدل. نوې مېنې یې ودانې کړې او په ځانګړې توګه اوسني متحده ایالاتو کې ډېر مېشت شول. د دغه هېواد اوسېدونکو د استعماري قومونو په وړاندې سختې مبارزې وکړې او بالاخره یې په ۱۷۸۱ ز کال له برېټانیا څخه خپلواکي واخیسته او عملاً یې د ځان منطمولو او منسجمولو هڅې پيل کړې.
په دغه کتاب کې د امریکا د متحده ایالاتو د سیاست او دولتي جوړښت ترڅنګ، د دغه هېواد د سیاسي جوړښت په لارو کې مبارزو ته هم کتنه شوې ده. د جورج واشنګټن، همیلټون او نورو مبارزینو کارنامې او هڅې هم په ځانکړي ډول را اخیستل شوې دي او د افغانستان په څېر هېوادونو اوسېدونکو لپاره، دا انګېزه درلودلای شي چې د پرله پسې سیاسي هڅو او اتحاد له لارې کولای شي ننګونې پر فرصتونو واړوي او بالاخر خپل هېواد په پیاوړي هېواد بدل کړي.
دا کتاب د ایران د وتلي لیکوال او سیاست پوه ډاکتر محمد امجد اثر دی چې په ډېره ښه او تشریحي بڼه یې د امریکا متحده ایالاتونو سیاسي چوکاټ ترسیم کړی دی. نوموړي په دغه کتاب کې د امریکا متحده ایالاتونو پر اساسي قانون، فدرال نظام، سیاسي ګوندونو، عامه افکارو، ټاکنیز نظام او درې ګونو قوو بحث کړی دی.
په ټوله کې دا کتاب د امریکا د متحده ایالاتونو د دولتي چوکاټ په اړه د پوهاوي لپاره یو ښه ماخذ دی.
مینه وال کولای شي دا کتاب له اکسوس او په ښار کې له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.