د پاکستان په لویدیځ کې د ځمکې په سر شخړه په تاوتریخوالي اوښتې او په تېرو پنځو ورځو کې ۳۵ کسان پکې وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپيان شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۳۰ شیعه ګان دي او د جګړې دواړو اړخونو په یو بل باندې د هاوانونو او ټوپکو ډزې کړې دي. چارواکي وايي اکثریت ټپیان د پاړه چنار روغتون ته انتقال شوي دي. چارواکي او قومي مشران وايي، هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ جرګه وکړي خو لا بریالي شوي نه دي. یو چارواکي ویلي چې د پاړه چنار په شاوخوا کې جګړه روانه ده او د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې ده.