د کابل په شهر نو پارک کې د کتاب لوستنې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. دغه نندارتون چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ښاروالۍ د کلتور ریاست او یوه خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی، څه باندې ۳زره ټوګه بېلابېل کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. د یاد نندارتون مسوول فاروق محمودي سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې موخه یې داده؛ تر څو ځوانانو ته انګېزه ورکړي او کتاب لوستنې ته مخه کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رئیس د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د کابل ښاروالۍ پلان لري، په ښار ټولو تفریحي پارکونو کې یو یو کتابتون جوړ کړي، تر څو ځوانان د تفریح کولو ترڅنګ مطالعه هم وکړي. په کابل کې د کتاب لوستنې دا درې ورځنی نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کتاب لوستنې کمپاینونه دیر شوي او موخه یې داده، چې نوی نسل له کتاب لوستنې سره مینه پیدا کړي.