د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په روانې میاشت کې به د شپږیزې لیګ سیالۍ پيل کړي، چې پنځه لوبډلې به په کې برخه واخلي. د بورډ د اعلامیې له مخې دا لوبې به د روانې اګست میاشتې په ۱۲ نېټه پیل او په ۲۵ نېټه به پای ته رسېږي، چې د سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او امو نهنګان په کې له یو بل سره لوبېږي. دا د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ دي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ، د داخلي سیالیو یو شمېر لوبغاړي هم په کې لوبېږي. د کرټ بورډ اعلامیه وايي د دغو سیالیو هدف دا دی چې غوره استعدادونه په ګوته او ملي لوبډلې ته وپېژندل شي. د شپږیزه لیګ لومړۍ پړاو سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې وشوې، په پام کې وه چې دا سیالۍ هرکال وشي، خو د بورډ د چارواکو په وینا د ځینو ستونزو له کبله یې څو پړاوونه ونه شول.