د امریکا ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې، کاملا هرېس فاکس نیوز ټلویزیون کې د سپټمبر په څلورمه د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ د مناظرې وړاندیز رد کړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، کاملا هرېس ویلي د سپټمبر په لسمه به هغه مناظره کې ګډون وکړي چې دواړو خواوو پرې هوکړه کړې. تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ د فاکس نیوز وړاندیز منلی و، چې د سپټمبر په څلورمه به له کاملا هرېس سره بحث کې ګډون وکړي.