د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) خبر ورکړی، چئ د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي لپاره شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ ۸ غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د راتلونکي کال د فبرورۍ له ۱۹مې پیل او د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي. دا چې د دې سیالیو کوربه هیواد پاکستان دی، هند ویلي چې که دا لوبې په پاکستان کې وي، لوبغاړي به یې له ګډون ډډه وکړي. تر اوسه څرګنده نه ده چې هند به چمپینز ټرافي کې د ګډون په موخه پاکستان د تګ لپاره زړه ښه کړي که نه. هند، پاکستان، سوېلي افریقا، اسټرالیا، نیوزېلنډ، افغانستان، انګلېنډ او بنګلهدېش د نړۍ هغه اته غوره لوبډلې دي چې راتلونکي چمپینز ټرافي کې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.