د برازیل په ساو پاولو کې یوه الوتکه، چې ۵۷ مسافر او څلور تنه د عملې غړي په کې سپاره وو، لوېدلې او ټول مړه شوي دي. مخکې په دې الوتکه کې د سپرو مسافرو شمېر ۵۸ ښودل شوی و. د اووپاس هوايي شرکت ویلي، دوه انجن لرونکې الوتکه د سویلي پارانا ایالت له کاسکاویل څخه د ساو پاولو ښار مرکزي هوايي ډګر ته روانه وه. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې، چې الوتکه په عمودي توګه ښکته کېږي او په همدې حالت کې غورځي. ځايي چارواکو ویلي، الوتکه د استوګنې پر یوې ودانۍ لوېدلې ده.