د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې د یونیسف له لوري په برهکي برک ولسوالۍ کې د څښاک پاکو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې. د څښاک پاکو اوبورسولو دغه شبکه د برهکي برک ولسوالي په «مومند» کلي کې د ۹ میاشتو په مودهکې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده. د یادې شبکې له پرانیستې سره سم، شاوخوا ۲۵۰ کورنیو ته په مستقیم ډول او ۳۰۰ کورنیو ته په غیرمستقیم ډول د څښاک پاکو اوبورسولو اسانتیا برابره شوې ده. د یادولو وړ ده، چې د یونیسف له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې ۶ د څښاک پاکو اوبو رسولو نورې شبکې هم تر کار لاندې دي چې له پرانیستې سره سم به یې زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.