په کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې یو شمېر قزاقستاني شرکتونه غواړي د کانونو برخه کې له خپلو ظرفیتونو او تجربو څخه په استفادې د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي. ورته مهال په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او تخنیک برخو کې د پانګونې په موخه د قزاقستان د همکارۍ غوښتنه کړې او د پانګونې لپاره یې د لازمو همکاریو ډاد ورکړی دی.