د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی، چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې دغې ادارې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه، پرون یې په دوو جلا بیانونو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له دغه هیواد سره ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې. بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې. د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.