بغلان کې د وطني غالیو تولیدونکي په دې ولايت کې د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي او وايي، چې اوس د وطني غاليو بهرنيو هېوادونو ته په صادرېدو سره یې په کارونو کې ښه والی راغلی دی. د بغلان اوسېدونکې نسیمه چې د پلخمري په چپ دریا سیمه کې د غالیو په اوبدلو بوخته ده وايي، چې مخکنیو کلونو ته په پام سره په ورستیو کلونو کې د غالیو صنعت وده کړې چې ورسره سم یې د تقاضا کچه هم لوړه شوې ده. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او کلتور آمر مولوي عزت میر وايي، چې د سرپرست حکومت په بیا حاکمیت سره یې د غالیو د صنعت د ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې دې صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی تولیداتو ته یې بازار موندنه کړې څو پیر او پلور یې زیات شي. نوموړي وویل، چې په دغه ولایت کې له ۵۰۰ زیاتې کورنۍ د غالیو په جوړولو بوختې دي، چې ډېرې یې په کلیوالي سیمو کې فعالیت کوي.