د بامیان والي وایي، د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د غځولو چارې به تر درې کلن ځنډ وروسته ډېر ژر پیل شي. د بامیانو والي ویلي، تازه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ورسره ژمنه کړې، چې د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو چارې به ډېر ژر پیل کړي. د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لري، د غځولو چارې یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې پيل شوې او او په پام کې وه چې د دوو کلونو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. خو د سرپرست حکومت له بیاځلې واکمنېدو سره یې چارې چې ۷۰ سلنه پر مخ تللې وې وځنډېدې. بامیان د اوو ولسوالیو لرلو سره د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو ولایت دی، چې ۹۰ سلنه کورنۍ پکې له برېښنا بې برخې دي او ډیری دا کورنۍ له لمریزې برېښنا ګټه پورته کوي.