د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ۷ کيلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا مسوولین وایي، چې دغه سړک د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یادې ولسوالۍ په بر منډل کلي کې رغول کېږي او چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چې د دې سړک د چارو په پیل سره د یادې سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.