په افغانستان کې د یوناما مرستیال اندريکا رتواتي د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د یوه استنادي دیوال د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د سوېل ختيځ زون په ۳ ولايتونو خوست، پکتيا او پکتيکا کې به د ۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې کړي. نوموړي ویلي، چې دا پروژې یې د ۲۰۲۳ م کال په اکسټ میاشت کې پیل کړې او د ۲۰۲۵م کال تر ډیسمبر میاشت پورې به دوام وکړي. د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې جوړ شوی استنادي دیوال ۲۴۵ متره اوږد والی لري او د جوړېدو چارې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.