د بین الافغاني مذاکراتو بله غونډه په نږدې راتلونکې کې په دوحه کې جوړېږي. وسله والو طالبانو په رسمي توګه د مسکو د غونډې پرېکړه لیک خپور کړ او په وینا یې دوی ددغه پرېکړه لیک موادو ته ژمن دي. وسله والو طالبانو ویلي چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په خبره یې د مسکو غونډه د بین الافغاني سولې لپاره تر ټولو مهم او اساسي ګام دی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې وسله وال طالبان او په افغانستان کې ټول سیاسي جریانونه د مسکو د غونډې هر کلی کوي او د ورته غونډو ددوام غوښتونکي دي. وسله والو طالبانو همدا راز ویلي چې د مسکو د غونډې په دوام به د بین الافغاني مذاکراتو بل پړاو په نږدې راتلونکې کې په پلازمینه دوحه کې ترسره شي. ددغه غونډې لپاره کره نېټه نه ده په ډاګه شوې خو طالبان وایي چې بین الافغاني مذاکرات به دوام کوي.