په کابل کې د ازبیکستان د کورنیو محصولاتو دویم درې ورځنی نندارتون چې پرون پرانیستل شوی، ګڼ شمېر خلکو په کې ګډون کړی دی. په دې نندارتون یو شمېر ازبیکستاني ګډونوال وایي چې، د دوی محصولاتو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او هیله لري چې، له افغان لوري سره ډېر هوکړه لیکونه ولري .د افغانستان د نړیوال نندارتون مسوولینو ویلي، چې په دې نندارتون کې شاوخوا ۲۰۰ ازبیکستاني سوداګرو په ۳۰ سکتټورونو کې د ماشینرۍ، روغتیايي توکو، الکترونیکي وسایلو او غالیو په ګډونو بېلابېل محصولات د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي. د یادولو وړ ده، چې پرون د ازبیکستان د محصولاتو نندارتون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او د ازبیکستان د لومړي وزیر او د دغه هېواد د جګپوړي پلاوي په ګدون پرانیستل شوی دی.