د افغانستان لپاره د بریتانيا غیر مقیم سفارت پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې يې له ۲،۷ ميليون زياتو افغانانو سره مرسته کړې ده. یاد سفارت ویلي، چې په دې کې ۱،۳ میلیونه افغان مېرمنو ته بشري مرستې ورکړل شوې .د افغانستان لپاره د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن کابل ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره ویلي، چې د برېتانیا بشري هڅو د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی. تر دې وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د برېتانیا ۴۰ میلیونه پونډه مرسته اعلان کړې وه او ویلي یې وو، چې دغه اداره کولای شي په دې مرستو سره په افغانستان کې له ۱.۵ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته وکړي. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.