کندوز کې یو سوداګر د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د وریجو د پروسیس کارخونه جوړه کړې، چې له پنځو زرو ډېرو کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د دغې کارخونې مسوول، محمدالله عیني وايي، چې دا کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه تولید لري او دغه تولید په پنځه بڼو دی. یو شمېر هغه کسان چې په دې کارخونه کې په کار بوخت دي له نورو سوداګرو هم غواړي چې د وزګارۍ کچې ټیټولو په موخه په کوردننه پانګونه وکړي. د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د کورنیو تولیداتو ودې په موخه دغه ولایت کې تولید شوي حاصلاتو لپاره بازار موندنه کوي.