د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر پرون د قطر د سرې میاشتې له رییس احمد العثماني سره کتلي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې احمد العثماني ویلي، غواړي، چې له کډوالو چارو وزرات سره د همغږۍ له مخې د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په رباط سیمه کې د مستحقینو، بې ځایه شویو او راستنو شویو لپاره ۵۰ کورونه، یو ښوونځی، یوه مدرسه، یو روغتیايي کلنیک او یو تفریحي پارک جوړ کړي. د کډوالو چارو سرپرست وزیر د قطر سرې میاشتې له ښه نیت ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.