د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان د مالګې د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی دی. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال په هېواد کې د مالګې د تولید او تصفیې په برخه کې ۵۵ کارخونې فعالې دي. اخوا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د مالګې کانونو شته او د ځینو دغو کانونو کیندنه هم روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د فاریاب ولایت د مالګې د دریو لویو کانونو د استخراج کار د ۱۵ کلونو لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو په پانګونې سره یوه خصوصي شرکت ته وسپارل شو، چې دغه شرکت په عملي توګه د دغو کانونو د استخراج او تصفیې کار پيل کړی دی.