په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشر د اقتصاد وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له ماشومانو څخه د ملاتړ په اړه د ۲۴۰ روغتیایي مرکزونو له لارې شاوخوا ۱۸ میلیونه خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي. نوموړي ویلي، هڅه کوي، چې په روان کال کې له سکټوري وزارتونو او اړوند ادارو سره پر همغږۍ خپلې پروژې زیاتې کړو. دغه راز د اقتصاد سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشرې سره په کتنه کې پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی او له خلکو سره د دغه بنسټ د دوامداره همکاریو یې مننه کړې ده. هغه ویلي، چې د پروژو د کیفیت او چټکتیا په اړه یې د یونیسف ادارې له رییس سره بحث کړی او په اړه یې اړوند اندونه وړاندې شوي دي.