د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي چې د افغانستان په شمالي او ختيځو ولایتونو کې سېلابونو سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه بنسټ ګروپونه او شریکان په سیمه کې دي او رامنځته شوي زیانونه ارزوي. یاد سازمان زیاته کړې چې زیانمنو ته به بېړنۍ مرستې هم ورسوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د ځاني زیانونو په اړه څه ویلي نه دي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۳ ورځو کې د هېواد په ځینو برخو کې راوتلو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي. بلخوا په یادو ورځو کې په کابل، غزني، پکتیکا، میدانوردګ، ننګرهار او پنجشیر کې هم سېلابونه راوتلي وو.