د ټولګټو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سالنګ پر دریو پاتې برخو د کار د پیل له امله دغه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. د یاد وزارت مسوولینو ویلي، کوچني مسافروړونکي موټر کولی شي هره ورځ په ۲۴ ساعته ډول له دواړو لورو تګ راتګ وکړي. د ټولګټو چارو وزارت په تېره زمري میاشت کې ویلي وو، د سنبلې له لومړۍ نېټې وروسته به د سالنګ لویه لار د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شي. د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پورې به دغه لار تړلې وي.