د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې کوربه تاجکستانۍ لوبډلې ته ۱-۰ماتې ورکړه. تېره شپه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولیو سیالیو په لړکې افغان لوبډلې کوربه تاجکستان ته ۱-۰ په پر وړاندې ماتې ورکړه او پرله پسې دویمه بریا یې خپله کړه. د فوټبال ۱۷ کلنې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د قرغزستان لوبډلې ته ۲-۰ ګولونو سره ماتې ورکړې وه. د مرکزي اسیا ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کیږي، چې د زمري میاشتې پر ۲۷مه نېټه پیل شوې او د وږي میاشتې تر ۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.