د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د دره غوث په شیخانو سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۱ کانتیري دوکانونه، یو کور، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو ۲ ژرندې، د اوبیزې برېښنا ۵۲ څرخونه، د اوبو ۳۲ کوچني او ستر سربندونه او د سیمې ۴ کیلومتره سړک ویجاړ شوی دی. زیانمنو شویو خلکو له دولتي مسوولینو، همکارو موسسو او خیریه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.