د سمنګانو د کرنې ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د بادامو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوې دي. د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر ویلي، د یاد ولایت د مرکز، حضرتسلطان، خُرم او سارباغ ولسوالیو بڼوالو سږکال ۲۲۸۰ ټُنه بادام راټول کړې دي. د نوموړي په وینا، تېرکال مرکز او یادو دوو ولسوالیو کې د ۱۸۲۴ ټُنه بادامو حاصلات ټول شوي وو چې د سږني کال راټول شوي بادامو شمېر ۲۰سلنه زیاتوالی ښيي. د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر په وینا، دغه ولایت کې پر ۵۱۲۴ هکټاره ځمکه د بادام باغونه شتون لري چې هر کال د اقلیمي بدلون له کبله یې، ونو ته زیانونه اوښتي دي.