د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې نړیوال بانک په افغانستان کې ۲۰زره نیمه بشپړې پروژې پرېښې دي. د یاد وزارت سرپرست د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې له نړۍوال بانک سره ددې پروژو د پاتې چارو پر پيلولو خبرې روانې دي. بلخوا په هیواد کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، چې د نړۍوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د چارو پيل به د ګڼو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو تر څنګ د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت نورو ادارو هم له نړیوال بانک او ګڼو نړیوالو بنسټونو غوښتي وو چې په افغانستان کې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.