د هند شمال ختیځ او د بنګله دېش په ختیځ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۶ کسان مړه، او سلګونه کسان زیانمن او اوبو کې بند پاتې دي. الجزیري ټلویزیون راپور ورکړی، چې په دغو سېلابونو کې یوازې بنلګه دېش ۴،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي. د راپورونو له مخې د سېلابونو اوبو د هند او بنګله دېش ځینې برخې لاندې کړي او د هند په شمال ختیځ او بنګله دېش ختیځو سیمو کې په سلګونو زره خلک بند پاتې دي. د راپورنو له مخې په بنګله دېش کې د مړو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی. همدارنګه د هند په شمال ختیځ ایالت تریپوره کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له امله له ۶۵ زره څخه ډیر خلک یې له خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او لږ تر لږه ۲۳ کسان د یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله مړه شوي.