د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کانونو په برخه کې د ۱.۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه هوکړه لیکونه د ازبکستان د لومړي وزیر په مشرۍ راغلي لوړپوړي پلاوي د سرپرست حکومت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ټولټال ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادو هوکړه لیکونو له جملې څخه پنځه یې د کانونو په برخه کې (د افغان – تاجک نفتي حوزې د هایدرو کاربن کان جیولوژیکي سروې، په فاریاب کې د ۱۲۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید، د زابل په قندلان سیمه کې د مسو او سرو زرو کانونو جیولوژیکي سروې، د بامیانو په هیش سیمه کې د اوسپنې کان جیولوژیکي سروې او د فاریاب په طوطي میدان سیمه کې د ګازو او تېلو زېرمو جیوفزیکي او جیولوژیکي سروې) شاملې دي.