د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) ویلي، چې اروپايي ټولنه به افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي. یونیسف وایي، چې له دغو مرستو به څه باندې ۷۸ زره ماشومان ګټه واخلي. یادې ادارې ویلي، چې د اروپايي ټولنې په مرسته به ۶۲ زره طبي خوراکي صندوقونه چمتو کړي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره به ۱۶۰۰ روغتیايي کارکوونکي وروزي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده کړو کیفیت ښه او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان، چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی پېدا کړي.