په هلمند کې د کوکنارو پر ځای کروندګرو د ریحان بوټي کرکېلې ته مخه کړې ده. هلمندي کروندګر وايي، دا بوټۍ د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل دی او له مسوولینو غواړي، چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د هلمند کرنې، د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم مني، چې په دغه ولایت کې د ریحان بوټي کرکېله زیاته شوې ده. د مسوولینو په خبره سږ کال په نږدې ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه کې ریحان کرل شوي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ میټریک ټنه حاصل به ورکړي. د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ تېر کال دغه ولایت کې په څه باندې زر جریبه ځمکه د ریحان بوټي کرل شوي وو.