د ولسي جرګې غړو نن یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو پر خپلسرو بمباریو غبرګون وښود. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکايي ځواکونو خپسلرو هوايي بریدونو زرګونو افغانانو ته زیانونه رسولي دي او حکومت ته په کار ده، چې نور په دې اړه خپل غږ اوچت کړي. د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا د امنیتي تړون په اړه د اوږدو او هر اړخیزو بحثونو غوښتنه کړې ده. د ولسي جرګې غړي عبید الله بارکزي ویلي، یو شمېر کسان وايي، چې د امنیتي تړون د بیا کتنې ملاتړي پردي جاسوسان دي. دده په خبره هغه کسان جاسوسان دي چې په اوسنۍ بڼه د امنيتي تړون ملاتړي کوي. بارکزي وویل دغه تړون د افغانانو په زیان دی او د همدې زیانونو له امله هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. د ولسي جرګې غړو په څو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو وروستي هوایي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې د بهرنیو ځواکونو د روانو خپلسریو مخه ونیسي.