د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې په څه باندې ۲۸۰۰ هکټاره ځمکه باندې کونځلې کرل شوي، چې د تېر په پرتله یې په حاصلاتو ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. بلخوا د سیمې بزګران د کونځلو حاصلاتو ته خوښ دي؛ خو له مسوولینو غواړي، چې د کونځلو د خرڅلاو لپاره دې په کوردننه د بازارموندنې هڅې وکړي. په هېواد کې د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته، په جوزجان ولایت کې ډېری بزګرانو د کونځلو کرکېلې ته مخه کړې، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږکال د تېر په پرتله د کونځلو په حاصلاتو کې د یو اباد کال له امله زیاتوالی راغلی دی.